سیاست

دمشرا نو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د معلو لينو دمرکزو نو له يو شمير رئيسانو سره په داسې حال کې چې دمعلولينو د چارو د کميسيون رئيس او غړي هم حاضر و وکتل .

کابلباخترد ثوردرويشتمه
دمشرا نو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د معلو لينو دمرکزو نو له يو شمير رئيسانو سره په داسې حال کې چې دمعلولينو د چارو د کميسيون رئيس او غړي هم حاضر و وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې مسلميارد هيواد د ملي نواميسو اوځمکنۍ بشپړتيا دساتنې اودفاع په خاطر دمعلوليت لرونکو افرادو دسرښندنو دستاينې په ترڅ کې د پاکستان دپوځي ځواکونو د وروستيو بريدونو دڅرنګوالي په باب دوى ته معلومات ورکړل.
وروسته ددغو مرکزونو څوتنو رئيسانو د هيواد دځمکنۍ بشپړتيا ددفاع لپاره دخپلو تياريو په باب خبرې وکړې اودخپلو پيشنهادونو د وړا ندې کولو په ترڅ کې يې د هيواد د امنيتي ځواکونو دزيات سمبالولو او وسله وال کولو غوښتنه وکړه.
په پاى کې د مشرانو جرګې رئيس ددوى د هيوادپالو ولولو له ا مله مننه وکړه او زياته يې کړه چې معلوليت ستاسو دسرشندنو ، خپلوا کي غوښتنې اوهيواد پالنې ښه څرګندوى دى ، دسنا مجلس رئيس دغه راز ژمنه وکړه چې ددغو مرکزو نو پيشنهادونه به له اړوندو ارګانونو سره طرحه کړي .
ديوبل خبرله مخې،دمشرانو جرګې لومړي نايب دافغانستان دتخنيکي او مسلکي تعليما تو دانستيتوت د استادا نو او مسوولينو ستو نزې وا وريدې.
په دې کتنه کې يو تن د نورو په استازيتوب ددغه انستيتوت د کارونو اوفعاليتونو په باب دسنا مجلس لو مړي نايب ته معلو مات ورکړل او وي ويل : دغه تحصيلي مرکز پخوا د امريکا دمتحده ايالاتو د نړيوالى پرمختيايي ادارې له لارې تمويليده خو اوس دستراتيژۍ د بدلونونو له مخې بايد دنړيوالې ټولنې مرستې د افغا نستان ددولت له لارې ترسره شي، ددغه انستيتوت بودجه نه لري او مالي ستونزې لري اود پو هنې و زارت په همغږۍ ديو، اس، آي ،ډي له خوا ددغه انستيتوت د تمويلولو غوښتنه وکړه چې ددغه انستيتوت د کارکوونکو او استادانو څومياشتنۍ معاشونه ورکړل شي او په دې برخه کې يې دسنا مجلس دهمکارۍ غوښتنه و کړه .
د مشرانو جرګې لومړي نايب ددوى دستونزو له اوريدو وروسته خبرې و کړې اود خپلو قانو ني صلاحيتونو له مخې دهر رازهمکارۍ د ژمنې په ترڅ کې دمشرانو جرګې دارالانشا ته دنده وسپارله چې دپو هنې د وزارت په نا مه يو ليک وليږي اود خپلو اقداماتو رپوت ورکړي .
دغه رازد مشرانو جرګې دويم نايب رفيع الله ګل افغان نن د هيواد دسرحدي پوليسو له عمومي قوماندان ګل نبي احمدزي اود ننګر هار ولايت له امنيه قوماندان سره و کتل.
په دې کتنه کې ده په ګوشتې ولسوالۍ او نورو سيمو کې د هيواد دسرحدي پوليسو دقوماندانۍ دفعاليتونو په باب معلو مات ورکړل او ويې ويل چې سرحدي پوليس په هرراز شرايطو کې د هيواد د ملي نواميسو اوځمکنۍ بشپړ تيا ددفاع په خا طر چمتو دى.
د مشرانو جرګې دويم نايب د هيواد دسرحدي پوليسو دسرښندنو اواتلوالۍ له امله دقدرداني په ترڅ کې وويل چې دسنا مجلس دهيواد د ملي نوا ميسو اوځمکنۍ بشپړتيا دساتنې او ددفاع په خاطر د وسله والو ځوا کو نو د منسو بينو ځان تيريدنه او زړه ورتيا ستايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته