ټولنه

په تخار ولايت کې له څه ناڅه درې سوه کورنيو سره مرسته .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
په تخار ولايت کې له څه ناڅه درې سوه بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
دتخار ولايت دمقام د مطبوعاتي دفتر مسوول سنت الله تيمور دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه مرسته د اکتيد موسسې له خوا له دوه سوه پنځه اويا کورنيو سره چې دکندز ولايت د دشت ارچي او امام صاحب له ولسواليو څخه د دې وروستيو نا امنيو له امله بې ځايه شوې وې او دغه ولايت ته راغلې دي دنغدو پيسو مرسته وشوه ،
ښاغلي تيمور وويل: وويشل شوې پيسې هرې کورنۍ ته ديارلس زره افغانۍ دي او زياته يې کړه چې تراوسه پورې دکندز ولايت د دشت ارچي او دتخار ولايت دخواجه غار له ولسواليو څخه زر بې ځايه شوې کورنۍ په دغه ولايت کې دمهاجرينو رياست او دمرستندويو دفترونو له خوا سروې شوې دي .
ټاکل شوې ده له ټولو سره يې مرسته وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته