خبرونهټولنه

نن د کابل – جلال آباد لویه لاره د ترافیکي پېښو له کبله ۱۷ تنه مړه شوي

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د سروبي ولسوالۍ اړوند د کابل – جلال آباد لویې لارې پر مسیر د ترافیکي پېښو له کبله ۱۷ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
ځدراڼ زیاته کړې چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله نن ورځ لس ترافیکي پېښې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د دوو ماشومانو او څلورو ښځو په ګډون ۱۷ تنه شهیدان شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
نوموړي همدارنګه ویلي چې سیمې ته د ژغورنې ټیم پر وخت رسېدلی او ټپیان یې روغتونونو ته انتقال کړي چې روغتیا یې د ډاډ وړ ده.
د هغه په وینا د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت کول ښودل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته