امنیت

په هلمندکې درې تنه ماشومان د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول

_   لښکرګاه باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
په هلمند ولايت کې درې تنه ماشومان د هغه ماين د چاودنې له امله ټپيان شول چې د طالبانو له خوا ايښودل شوى و.
دغه ماشومان نن له غرمې مخکې د لښکرګاه ښار ته څېرمه د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
د هلمندولايت د مرکز لښکر ګاه ښار يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ماشومان ټپيان شوي دي.
ده وويل: ماشومان په لوبې بوخت وو چې يو تن يې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
دغه امنيتي خبرځاى وسله وال طالبان د دغه ماين ښخولو عاملين وبلل او ويې ويل  چې د دغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لاره کې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته