سیاست

جمهوررئیس غني مزارشریف ښار ته ورسېد

کابل_باختر د وري د مياشتې٥ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني چې د یو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته تللی و، نن له غرمې مخکې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار ته ورسېد. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پام کې ده، جمهوررئیس غني به په دغه سفرکې د مزارشریف ښار په یو ښوونځي کې د زنګ په کړنګولو سره په دغه ولایت کې ۱۳۹۶ تعلیمي کال رسماً پيل کړي. همداراز به د هېواد جمهوررئیس د “نور” تالار او د روضیې مبارکې جومات هم رسماً پرانیزي. د هېواد جمهوررئیس به په مزارشریف کې د بلخ والي عطامحمد نور له خوا په جوړې شوې میلمستیا کې د ګډون ترڅنګ د ۲۰۹قول اردو له مشرتابه پلاوي سره هم لیده کاته ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته