امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې له کلابندۍ څخه دملي اردو دځواکونو ژغورنه .

کابل باختر دوږي لومړي :
په روزګان ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې په کلابندۍ کې دملي اردو بند پاتې شوي ځواکونه په پاى کې تيره شپه وژغورل شول
دغه پوځيان نږدې پنځوس ورځې مخکې دروزګان ولايت دخاص روزګان ولسوالۍ بازار ته څيرمه ديرغلګرو له خوا کلابند شول .
دروزګان امنيتي مامورين وايي چې دغه پوځيان دملي اردو او دملي پوليسو دځانګړو عملياتو په بهيرکې  دوسله والو طالبانو له کلابندۍ څخه وژغورل شول
دغه عمليات  دکورنيو چارو وزارت په لارښوونه ترسره شوي دي .
درارسيدلوخبرونوله مخې  دملي اردو ځواکونه له څلورو هليکوپترونو سره په کلابنده شوې  ساحه کې راښکته شول او پوځيان يې له کلابندي څخه وژغورل .،
  دروزګان ولايت امنيه قوماندان جنرال توريالي  ابدالي باختراژانس ته وويل ددغو پوځيانو شمير شپيتو ته رسيده  چې دروان کال دچنګاښ دمياشتې له پنځلسمې نيټې څخه راپديخوا ددښمن په کلابندۍ کې و
په همدې حال کې دناتو يو قوماندان رسنيو ته ويلي دي چې پياوړي افغان پوځيان دشپې له خوا له څلورو هليکوپترونو سره په کلابند شوي ساحه کې راښکته شول او اسريان يې وژغوره .
دناتو دغه قوماندان دافغان پوځيانو له خوا ددغه شان پيچلو  عملياتو ترسره کول ددوى په ځواکمني باندې قانع کوونکى دليل بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته