سیاست

د افغانستان، تاجکستان او روسيې د سرحدي پوليسو د قوماندانانوترمنځ د امنيتي تفاهم ليک لاسليک شو

کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
د افغانستان، تاجکستان او روسيې د سرحدي پوليسوجګپوړومقاماتو نن د سرحدي  همکاريو تفاهم ليک لاسليک کړ.
ددغه تفاهم ليک له مخې، هيله کيږي ددغو دريو هيوادونو سرحدي ځواکونه دګډو پروګرامونو په طرحه کولو سره په خپلو پولوکې دسرحدي چلنجونومخه ونيسي .
دپولو د امنيت په تامينولو، له تروريزم، نشه يي توکو له قاچاقواو د جنايي  او سازمان موندلوجرمونوسره دمبارزې په لاره کې ګډه همکارۍ ددغه امنيتي تفاهم ليک د لاسليک کولوانګيزې دي.
دافغانستان دسرحدي ځواکونوقوماندان ډګرجنرال ګل نبي احمدزي دتاجکستان د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال شيرعلي مرزا او د روسيې د ملي امنيت د ادارې مرستيال او د سرحدي پوليسوعمومي قوماندان ولاديميرکلوشيوک نن د کندز ولايت په شيرخان بندرکې ددغه امنيتي تفاهم ليک په لاسليک کولوسره ژمنه وکړه  چې د خپلوپولو په خوندي کولوکې به هلې ځلې وکړي
دافغانستان دسرحدي ځواکونو قوماندان په کندزکې دباخترآژانس خبريال حرمت ته وويل چې ددغه تفاهم ليک په لاسليک کولوسره هيله لري چې له تروريزم اونشه يي توکو سره دمبارزې په اغيزمنتوب ښه والى رامنځته شي.
دډګرجنرال ګل نبي احمدزي دڅرګندونو له مخې: ددغه تفاهم ليک لاسليک کول له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو د وتلوپه وخت کې له ٢٠١٤ کال وروسته د روسيه او تاجکستان د هيوادونو همکارۍ تضمينوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته