کابل باختر دمرغومي لومړي :
دهېواد د هوايي پوځ د ٧٧٧ لوا قوماندان ته د الماس د لوا د قوماندانۍ لقب ورکړى شو .
دباختر آژانس د خبر له مخې:
د هېواد د هوايي پوځ د ٧٧٧ لوا قوماندانۍ چې په تيرو دووکلونوکې د شفق د عملياتوپه بهيرکې وړتيا او زړورتيا ښودلې وه؛ دالماس لوا په نامه ونومول شوه.
دملي دفاع وزارت لوى درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم د هېواد په دفاع کې د هېواد د هوايي پوځ د٧٧٧ قوماندان د فعال ګډون او د عملياتو په رهبري کولوکې د ده د ښه مديريت له امله دغه قوماندان ته د الماس لقب ورکړ .
دغه راز ده د هغو لسګونو تنو منسوبينو د فراغت سندونه چې د پيلوټى اود نورو مسلکونو په برخه کې يې په پرمختللي مهارتونه زده کړې و؛ هم په هغوى وويشل.
0 1 دقیقه لوستل