امنیت

په کابل کې دماين دچاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شول .

کابل باختر دوري يو ديرشمه :
  دکابل ښار دپوليسو داتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې نن سهار دماين دچاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شول .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر ددغه په خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل، يو مقناطيسي  ماين چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت دکارکوونکو په موټر کې  ځاى پرځاى  شوى و  د چاراسياب له ولسوالۍ څخه  کابل ښار ته روان و دکابل ښار دپوليسو داتمې  حوزې په مربوطاتو کې دپل سفيد په ساحه کې په لوى لاره کې چاوديدلى دى چې له امله يې پنځه تنه ټپيان شوي دي
دظاهر دڅرګندونو له مخې ددغې پيښې  ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته