کابل باختر دسلواغې شلمه :
دګازو د ډبې چاودنې اووه تنه ټپيان کړل.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په تخار ولايت کې تېره شپه دګازو د ډبې او د بخار ديګ دچاودنې له امله اووه تنه ټپيان شول.
دتخار د والي ويندوى سنت الله تيمور وايي چې د بخار يو ډيګ د کلفګان په ولسوالۍ کې د استوګنې په يوه کورکې وچاوديد چې له امله يې ديوې کورنۍ اووه تنه غړي ټپيان شول.
دتيمور د څرګندونو له مخې: په ټپيانوکې ددغې کورنۍ پلار او مور ، دوه کوچني ماشومان، يوه ښځه اويوسړى شامل دى.
دده دڅرګندونوله مخې: د پيښې ټپيان د تالقانو ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون د روغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې د دريو تنو ټپيانو حالت خراب دى .
دا دګازو د ډبيو دچاودنې څويمه پيښه ده چې د هيوادپه ځينو ولايتونوکې کيږي اويو شمېرکسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
0 1 دقیقه لوستل