روغتیا

دماشمانو دفلج واکسين د تطبيق پروګرام پيليږي.

کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
څه دپاسه پنځه اعشاريه شپږ مليونه تنه ماشومان به په افغانستان کې دماشومانو دګوزڼ ناروغۍ پرخلاف واکسين شي.
دعامې روغتيا وزارت دنړۍ د روغتيايي سازمان او د يونيسف د ادارې په همکارۍ سبا دهيواد په ختيځ جنوب او جنوب ختيځو زونونو په ولايتونو او د لوړ خطر لرونکو په ټولو ولسواليو کې دماشومانو دګوزڼ دواکسين پروګرام پيلوي.
ددغه پروګرام دعملي کولو موخه له پنځه کلنۍ څخه ښکته دپنځه اعشاريه شپږو مليونو تنو ماشومانو واکسين کول دي چې د روان کال دلړم دمياشتې تر يوويشتمې نيټې پورې به دوام وکړي.
پوليو فلج کوونکې ناروغۍ او د درملنې وړ نه ده چې يواځې دواکسين له لارې ماشومان وقايه کيږي.
دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وايي دهيواد په هره سيمه چې ماشومان واکسين نه شي دافغانستان په نورو سيمو کې د ټولو ماشومانو ژوند ددغه ويروس له خطر سره مخامخ کوي موږ له ټولو قومي مشرانو ، درنو ميندو او پلرونو او دماشومانو له څارونکو څخه غواړو چې خپل ماشومان دفلجوونکي ويروس په وړاندې واکسين کړي ځکه دپوليو واکسين يوورځنى لاره ده چې ماشومان له هميشنۍ ګوزڼ روان له مړينې څخه ساتى.
دعامې روغتيا وزير زياته کړه افغانستان دپوليو دوحشي ويروس دګرځيدو مخنيوي ته نږدې شوى دى او زموږ فعاليتونه اوس دماشومانو په واکسينونو متمرکز دى چې ددغې ناروغۍ په وړاندې معافيت ترلاسه کړي.
دغه کمپاين په د ٢٥ زرو تنو روزل شويو واکسيناتورانو له خوا له يوې اضافي ورځې جمعې په ګډون څلور ورځې به له واکسين څخه د پاتې شويو ماشومانو دواکسين په خاطر تطبيق شي : واکسيناتوران او روغتيايي کارکوونکي د ټولنې دباوري غړو لومړۍ ليکه ده چې دماشومانو د څارنې په خاطر ټاکل شوې دي.
له ميندو اوپلرونو څخه غوښتنه کيږي که چيرې دا دې ماشومانو په دغو څلورو ورځو کې له واکسين څخه پاتې کيږي بايد خپل ماشومان دواکسين په مقصد نږدې روغتيايي مرکزونو ته يوسى.
د روان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې دکونړ ،پکتيکا ،هلمند او قندهار په ولايتونو کې دپوليو دوحشي ويروس دلسو پيښو رپوټ ورکړشوى دى.
افغانستان ، پاکستان او نايجريا دنړۍ هغه درې هيوادونه دي چې اوس هم پوليو په انديميک ډول پکې شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته