امنیت

د هرات دپوليسو په جيل کې د يوې کورنۍ د لسو تنو غړو د وژنې د يو عامل مړينه

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
په  هرات ښارکې د يوې کورنۍ د لسو تنو غړو د وژنې يو عامل د دغه ولايت دپوليسو په جيل کې مړ شو.
قادر پرون په ښکاره په نشه يي توکو د روږدي کيدو له امله دپوليسو په ځانګړي  جيل کې وژل شوى دى. دى په هرات ښارکې خپلې کورنۍ د لسو تنو غړو د وژنې يو له دريو تنو عاملينو څخه و.
د تيرې اوونۍ په يوه شپه د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ لس تنه غړي د هرات ښار د منارو په ساحه کې په ښکاره په يوه اور لګيدنه کې ووژل شول.
له دغې پيښې وروسته او د پوليسو او  د عدلي طب د تحقيقاتوله امله روښانه شوه چې  دغه کسان لومړى په چړو او د تومانچې په ډزو سره وژل شوي او وروسته اور  ورته اچول شوى دى.
د هرات ولايت د پوليسو مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى په نشه يي توکو د نه لاسبري په دليل د پوليسو په جيل کې مړشوى دى.
ده وويل: عدلي طب هم  د دغه بندي مړينه په نشه يي توکو د ده نه لاسبري وبلله.
عدلي طب ويلي دي: دغه سړي ته د نشه يي توکو د نه رسيدوپه دليل کولمې يې سورې شوې او د ده د مړينې سببونه يې  برابر کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته