سیاست

جمهور ريیس غني او د هند لومړي وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

کابل د وري ٦ مه باختر
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پرون د ټلیفوني اړيکې له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
په دې ټلیفوني اړيکه کې دواړو لوریو  یو بل ته د نوروز مبارکي وویله  او د نوروز جشن یې د دواړو هېوادونو ګډ فرهنګي او کلتوري میراث وګاڼه. 
په ټلیفوني اړيکه کې جمهور ريیس غني د افغانستان او هند ترمنځ ښو اقتصادي او سیاسي اړیکو ته په اشارې وویل: دا د دواړو هېوادونو او ملتونو په ګټو استوارې دي.
د هند لومړي وزیر جمهور ريیس غني ته یو ځل بیا د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس په توګه د بیا انتخابېدو مبارکۍ پرمهال وویل: د افغانانو له لوري په ولسواکه توګه د زعیم ټاکل پر ولسواکۍ د دوی باور او ژمنتیا ښیي او هند د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ کوي. 
جمهور ريیس غني وویل: د هند ملاتړ موږ ته مهم دی او قدرداني یې کوو. همدا رنګه یې لومړي وزیر نریندرا مودي ته د سارک غړو هېوادونو د مشرتابه ترمنځ د ویډیو کنفرانس د نوښت مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، موږ غواړو د سارک سازمان غړو او د سیمې هېوادونو سره په ګډه د کرونا ویروس د مخنیوي پر ضد مبارزه وکړو. 
ښاغلي مودي له جمهور ريیس غني څخه د سارک غړو هېوادونو وجهي صندوق سره د بسپنې د اعلان مننه وکړه او ويې ویل: دا ښیي چې تاسو د سارک سازمان له لارې همکاریو ته ارزښت ورکوئ او دا د سیمې د هوساینې او سوکالۍ لپاره ستاسو یو مهم ګام دی. 
جمهور ريیس غني د هند لومړي وزیر څخه په مننې وویل: ټرانزیتي او اقتصادي همکارۍ باید جاري وساتو او هیله ده چې د افغانستان لپاره د اوړو او وریجو د خریدارۍ برخه کې اسانتیاوې لا زیاتې شي او د احتیاطي تدابیرو له لارې باید د کرونا سره جدي مبارزه وکړو.
د هند لومړي وزیر جمهور ريیس ته وویل: د ویډیو کنفرانس له لارې به زموږ تماسونه ادامه ولري، ستاسو د تقاضا هرکلی کوو او په دې برخه کې به افغانستان ته زیاتې زمینې او اسانتیاوې برابرې کړو. 
د هېواد جمهور ريیس د مننې په ویلو سره وویل: فرصتونه او خطرونه باید د اعظمي استفادې او مدیریت په موخه ښه درک کړو او همدا رنګه به د مهمو مسایلو او همکاریو په موخه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د هند د ملي امنیت سلاکار سره په تماس کې وي.
پاىشکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته