امنیت

د ډار اچوونکوله شتون څخه د هلمند د یوې سترې ساحې پاکول

ـ کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
په داسې حال کې چې د هلمند په مارجه کې د ډار اچونې ضد عملیات هماغه شان دوام لري پوځي مقامات د طالبانو له شتون څخه د یوې سترې ساحې د پاکولو خبر ورکوي. دغه عملیات د ملي اردو او پولیسو د سلګونو ځواکونوپه ګډون او د هېواد د هوايي پوځ په ملاتړ دوه ورځې وړاندې د مارجې په ولسوالۍ کې پیل شوي او لا هم دوام لري.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وویل، چې د دووورځو په بهیرکې يې په مارجه کې پنځه کیلومتره ساحه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده .
هغه وویل: په دغو عملیاتو کې تراوسه پورې اته وسله وال طالبان وژل شوي اوپه لسګونونور ټپیان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته