خبرونهټولنه

نورستان؛ په نورګرام ولسوالۍ کې ۲۱۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د جوړولو خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې یاده شبکه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د نورګرام ولسوالۍ په تروټ کلي کې د ۳ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې چې په کې د ۴۰۰۶ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د چینې جوړښت، د ۳۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو زېرمه جوړول او د ۷۶ نل لیکو نښلول شامل دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغې شبکې په بشپړیدو سره د نوموړي کلي ۲۱۲کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

هېره دې نه وي چې پرون هم د یادې ولسوالۍ په بګي کلي کې د یوه شبکې په جوړولو سره ۱۵۳ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته