ټولنه

په لغمان کې بې سرپرستو زده کوونکو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په لغمان کې۲۵۰ يتيمو او بې سرپرستو زده کوونکو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د لغمان د پوهنې رياست د اسلامي تعليماتو آمر مولوي حيات الله حيات فرقاني باختر آژانس ته وويل چې په دغو خوراکي توکو کې اوړه، وريجې او غوړي شته چې په دغه ولايت کې پر يتيمو او بې سرپرستو زده کوونکو ووېشل شول.
هغه وويل چې دغه خوراکي توکي د (اچ.اچ.آر.ډي) موسسې د دغه ولايت له زده کوونکو سره مرسته کړې ده.
د یادې موسسې د ختيځ زون مسوول ذبيح الله شېرزاد وايي چې د لغمان د پوهنې له رياست سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته