سیاست

تبصــــره :

کابل باختر دوري دمياشتې ٧:
دجمع اووه د ډلې څلورمه غونډه  په داسې حال کې په کابل کې جوړه شوه چې نن دبل هروخت په نسبت نړيوالې هکارۍ او مشارکت ته اړتيا زياته  محسوسه   ده او د دغو هېوادونو ترمنځ دتجربو تبادله  کولاى شي دستونزو دحل لاره لنډه کړي.
دباخترآژانس مبصرليکي :
کابل دتيرې چهارشنبې اوپنجشنبې په ورځو  دجمع اووه ډلې دڅلورمې غونډې کوربه و .
په دې ډله کې دنړۍ هغه شل هېوادونه شامل دي چې له بحران سره مخامخ دي اويا هم له جګړې څخه وروسته له ستونزو سره مبارزه کوي.
جمهوررييس غني ددغې غونډې په لومړۍ ورځ دوينا دکولو په وخت کې  هيله وکړه چې دغه غونډه  وکولاى شي دهيلو ، امکاناتو اوپيوستون لرليد رامنځته کړي .
ده ددولت جوړول ، دسولې تامينول ، دسوداګرۍ اودکورنيو توليداتو لپاره دمارکيټ  جوړول  دبريالۍ پرمختيا اساسي بنسټ وباله او ټينګار يې وکړ زموږ موخه دا ده چې قواعدو وسايل او همکارۍ دمرستې رسولو د ډول ډول  چلندونو ځاى ناستي کړو  چې له مشرانو سره ددوى دملي اجندا دپرمخ بيولو لپاره مرسته وکړي .                                                                                           
  دکابل غونډه له بحران سره  دمخه ښې  او دپراختيا دهرکلي په شعارسره پاى ته  ورسيده .                                                                                                                     
په دې غونډه کې  لکه څنګه چې مسوولينو وويل ؛د اداري فساد ،  دبنسټونو دجوړولو  اوپه دغو هېوادونو کې دنړيوالو مرستو ديوې برخې دنه اغيزمنتوب،  دخصوصي برخې دودې ، دوزګارتيادستونزې دحل کولو ، دبشري ځواک دتيښتې دمخنيوي ، دخصوي او دولتي  برخې دپانګونو  په جذب سره داقتصادي ودې ، دانسان دقاچاقو دمخنيوي ، دسولې اوثبات  دزمينو دبرابرولو ، دنړيوالې ټولنې دمرستودڅرنګوالي دښه والي اود داقتصادي اوسياسي ودې لپاره دغړو هېوادونوله خوا دملي لارو چارودبرابرولو په ګډون دنړۍ دبحران ځپلو هېوادونو ستونزې ، هغه مسئلې وې چې په دې غونډه کې   وڅيړلې شوې.
دغه رازددغې ډلې غړو هېوادونوموافقه وکړه چې  يوه منظمه اوګډه ستراتيژي  برابره کړي  او دهغې  په عملي کولو سره دې  خپلې ستونزې حل کړي .
په دې غونډه کې له طرحه شويو مسئلو څخه  جوتيږي  هغه مسئلې او ستونزې چې دغه هېوادونه ورسره مخامخ دي  له يوې بلې سره  ورته والى لري او يوازې سياسي زغم ، سياسي ثبات ، ملي اجماع ، ظرفيت جوړول ،کورنيو سرچينو ته پاملرنه اود بهرنيومرستو دلګولومديريت به وکولاى شي  هغوى  هغوملي موخو ته  چې هماغه سياسي اواقتصادي ثبات او ټيکاو دى ،  ورسوي .
ددغې ډلې دغړو دکابل غونډه    او هغه نورې غونډې چې پخوا په ختيځ تيمور ، هايتي  اوسيراليون کې  جوړې شوې وې ، کولاى شي  دتجربو په تبادله ،دپروګرام په طرحه کولو اوپه ستونزو  دبرياليتوب دتشخيص  په څرنګوالي کې  د دغې ډلې له غړو سره مرسته وکړي.
دغه راز نورو هېوادونو په تيره بيا  هغو هېوادونو ته چې  پياوړى اقتصاد او نظام لري . دغه راز  نړيوالو معتبرو سازمانونو او موسسو ته لازمه ده چې  له بحران ځپلو هېوادونو سره دې په سمه  اوفعاله توګه مرسته وکړي  اوخپلې
مرستې دې   دملي  بنسټونو له لارې ددغه هېواد خلکو ته ورسوي.
ديادونې وړ ده چې  خورې ورې مرستې دستونزو دپيداکيدوسبب کيږي. لکه څنګه  چې جمهوررييس غني ددغې غونډې دکار دپرانيستلو په لومړۍ ورځ  يادونه وکړه  چې له اندازې  زيات  دمرستې رسولو دپروګرامونو شتون او دهغوى  غير منسجم والى ، اصلاح غوښتوونکي مشران ، دستراتيژۍ په برابرولو ، دبودجې په کنترول او ټينګښت  اوپه مستقلانه اقتصادي مديريت کې   له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان کوي.
ددغو خبرو موخه دا ده چې بهرنۍ  مرستې په يوه همغږي مديريت کې ترسره شي  چې دستونزو درامنځته کيدو مخه ونيول شي .
له بله پلوه  له بحران ځپلو هېوادونو سره مرسته  قدرتمندو هېوادونو ته  يوه اخلاقي وجيبه ده ځکه  تروريزم ، بنسټپالنه ، دنشه يي توکو کرکيله ، قاچاق او کارول ، دفرهنګي اوعلمي ارزښتونو   له منځه تلل  او دجنايي پيښو زياتوالى  ټول او ټول  دبيوزلۍ او بحران زيږنده دي  او دغه شان ستونزې په يوه خاص قوم  اوهېواد پورې منحصر نه پاتې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته