امنیت

څلور تنه له ٩١ کيلوګرامو اپينو او هيروئينو سره ونيول شو

کابل-  باختر د کب اته ويشتمه :
دنيمروز ولايت پوليسو تيره شپه څلور تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې مدير عصمت الله بلوڅ باختر اژانس ته وويل، څلور تنه کله يې چې غوښتل  ٦٣ کيلوګرامه اپين  او ٢٨ کيلوګرامه هيروئين ددوو کرولا ډوله موټرو په واسطه قاچاق کړي  دخاش ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دپوليسو له خوا ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه، دغه نشه  يي توکي له دوو موټرو سره ضبط شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته