امنیت

په ننګرهار کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ديوه سړي خلاصون

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٩  :
په  ننګرهار ولايت کې يو سړى نن دانسان تښتوونکوله منګولو څخه  وژغورل شو.
دغه سړى  دننګرهار ولايت دسره رود دولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو  په ګډو عملياتو کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوى دى.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ انسان تښتوونکو ددغه سړي دخلاصون په بدل کې له کورنۍ څخه يې پيسې غوښتې وې.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛ چې ددغه سړي  دتښتونې په اړوند درې تنه نيول شوي د ي .
ده وويل ؛  چې نيول شويو کسانو ددغه سړي په تښتونې اعتراف کړى دى.
ديوبل خبرله مخې ؛ دننګرهار ولايت  پوليسو ديوه ماشوم دتښتونې  مخه ونيوله .انسان تښتوونکو په جلال آباد ښارکې  غوښتل چې دغه ماشوم وتښتوي چې پوليسو دسيمې دخلکو په همکارۍ په خپل وخت په عمل لاس پورې کړاو ددې کار مخه يې ونيوله .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته