سیاست

دمشورتي لويې جرګې دتياري کميسيون غونډه وکړه

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٥:
دمشورتي لويې جرګې  دجوړولو لپاره دتياري دکميسيون غونډه نن   له غرمې مخکې دمشورتي لويې جرګې د جوړولو  دکميسيون درييس پروفيسر حضرت  صبغت الله مجددي په مشرۍ دکابل په پوليتخنيک کې دجرګو په تالارکې جوړه شوه .
دغونډې په پيل کې دکميسيون غړو دجمهوررييس دسلاکار وزير  او ددغه  کميسيون دغړى  شهزاده مسعود دپلار مړينه يوه ستره ضايعه وبلله او ارواښاد ته يې دعا و کړه او دالله (ج) له دربار څخه يې ارواښا دته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله وکړه .
له اجنداسره سم دمشورتي لويې  جرګې دجوړولو لپاره   دتياري دکميسيون دارلانشا رييس صادق مدبر دمشورتي لويې جرګې دجوړولو لپاره  دنيولو شويو تياريو او دجرګې  دکاري ورځو دکار دلارو چارو په باب دبرابرو شويو طرحو په اړوند غونډې ته  معلومات ورکړل  چې له خبرو وروسته  دتائيد وړ وګرځيد.
دغه راز په دې غونډه کې پريکړه وشوه  چې د ١٣٩٣ کال دجمهوري رياست دکانديدانو او نورو کسانوله خوا  دمشورتي لويې جرګې دغړو دډله ييزې بلنې  مخه ونيول شي .
دغونډې په پاى کې  دمشورتي لويې جرګې  دکاري کميټو همکار ګروپونه او رپوټو  ورکوونکي ددارلانشا له خواوټاکل شول  او دکميسيون غړو ته معرفي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته