ټولنه

دمهاجرينو تر ښارګوټي پورې دخوښې ولسوالۍ لويه لار پخيږي.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٣٠
دلوګر ولايت دمهاجرينو ښارګوټي دسړک دکريړ اچولو کار د کليو دبياجوړولو او پراختيا دوزير له خوا پرون دلوګر دوالي محمد حليم فدايي په شتون پيل شو .
دلوګر له ولايت څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه سړک دخوښې له ولسوالۍ څخه دمهاجرينو تر ښارګوټي پورې د کليو دبياجوړولو او پراختيا له بودجې څخه داته ويشتو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزير انجينير نصير احمد دراني ددغه سړک دکار پيل په مراسمو کې وويل: دغه سړک څه ناڅه درې کيلومتره اوږدوالى او شپږ متره سور لري چې دسړک د دواړو غاړو په ګډون کانکريټ کيږي چې کار به يې يو سلو اووه کاري ورځې دوام وکړي دراني زياته کړه: دلوګر ولايت په کليو او بانډو کې پاتې سړکونه د خوښۍ له ولسوالۍ څخه دمحمد آغې ولسوالۍ تربرګ کلي پورې او د قندهاريانو له پله څخه دمحمد آغې ولسوالۍ تر سرخ آب پورې له پل تخته څخه تر زرغون ښار پورې او له پل علم څخه تر منګو خيلو او د سفلانو له پله څخه تر پل علم پورې زموږ په کارى پروګرام شامل دي چې دسلو مليونو افغانيو په لګښت به ترميم او کريړ واچول شي په دې پروژو کې څلور ويشتو زرو تنو ته دکار زمينه برابريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته