اقتصاد

په قندهار کې دپستې دبڼونو درواجولواو پراختيا په خاطر هڅې .

کابل باختر  دمرغومي ١٦
په قندهار ولايت کې  دپستې دبڼونو درواجولو او پراختياپه خاطر  هڅې زياتې شوې دي .
  حکومت وايي چې  په هېواد کې دپستې دحاصلاتو دزياتيدو لپاره يوستر ملي پروګرام ترلاس لاندې نيولى او پيل يې له قندهار څخه دى .
دکرنې دکارپوهانو دڅرګندونوله مخې، دقندهار دهوا اواوبو دپستې دکاروبار په خاطر مناسب دى .
دقندهار دوالي مرستيال  حاجي اقا لالى دستګيري  ددغه ولايت په پوهنتون کې دپستې درواجولو  په کارګاه کې وويل چې په  نويو لارو چارو  دبڼوالو په زده کړې دپستې کاروبار او دغو بڼوالو ته دفني مرستې ، هڅه کوي چې دغه وچه ميوه د قندهار په کرنه کې زياته شي .
له بلې خوا قندهار ته د جمهوري رياست استول  شوي هيئت  وايي چې حکومت خپله پانګه اچونه په هېواد کې دوچې ميوې په تيره بيا دپستې  دحاصلاتو زياتوالى ته ورکړى دى .
اوس دقندهار انار او انګور په کورنيو اوبهرنيو  بازارونو کې نړيوال شهرت لري .
  ختم_  شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته