نړۍ

د تاجکستان له جمهوررييس سره دروسيې دبهرنيو چارو دوزير کتنه

مسکو دروسيې غږ باختردزمري دمياشتې  ٩ :
دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف  تاجکستان ته په خپل سفر کې ددغه هېواد له جمهوررييس امام علي رحمان سره  وکتل  او ددواړو هېوادونو ترمنځ دستراتيژيکي اړيکو په لازياتې پراختيا باندې يې ټينګار وکړ.
باخترآژانس دروسيې غږ دخبري سايټ له خولې خبر راکړ : دروسيې دبهرنيو چارو وزير له دغو خبرو وروسته اعلام وکړ چې په  ٢٠١٢ ميلادي کال کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ شوې موافقه په دقت سره عملي کيږي .
دى پرون  مازيگر  تاجکستان ته ورسيداو له خپل تاجکستاني سيال سره يې
هم  وکتل.
ټاکل شوې وه دى نن  دشانګهاى دهمکاريو دسازمان دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کې   ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته