امنیت

وسله وال طالبان د قيصار له څو کليو څخه وشړل شول

کابل/ باختر/د وري دمياشتې٤ مه
د فارياب ولايت د شرين تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان د يو ير غلګر له خوا چې څادري يې په سر وه، په ډزو سره ټپي شو.
دباختر آژاتنس دخبر يال دخبرله مخې: د شرين تګاب ولسوالۍ په امنيه قوماندان مير حمزه او د ده په ساتوونکي د ولسوالۍ په بازارکې د يو وسله وال له خوا چې څادرۍ يې پر سر وه، بريد وشو او ټپي شو.
ويل کېږي چې يرغلګر له بريد وروسته د ګازو پلورنې يو دُکان ته ننوت چې د امنيتي ځواکونو د ډزو له امله په دُکان کې اور ولګيد او يرغلګر ووژل شو.
د يوبل خبرله مخې:
وسله والو طالبانو تېره شپه د قيصار ولسوالۍ له نيول شويو سيمو څخه ووتل.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش وويل چې د حيدري خانه، بورين، ديک لر او د يوزبيکي کلي چې درې ورځې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي و، له کومې جګړې پرته ووتل .
وسله والو طالبانو له دغو کليو څخه د خپلو وتلو علت د خپلو مشرانو لارښوونې بللې دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته