امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو .

کابل _باختر  دغبرګولي دوه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان پرون دغزني ولايت دناوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې ووژل شو او ساتوونکى يې ټپي شو .
قوماندان لعل محمد چې په پوځي کتارونو په بريد ، تروريستي اوورانکارو فعاليتونو او له خلکو څخه په باج اخستنه کې فعال رول درلود دملي اردو دمنسوبينو دهغو عملياتو په بهيرکې  چې دغزني ولايت دناوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول ووژل شو او ساتوونکي يې ټپي شو .
خبرځاى  زياته کړه چې په دغو عملياتو کې شپږ تنه نور وسله وال  مخالفين له يوې اندازې درندو اوسپکو وسلو سره ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته