کابل باختر دکب دمياشتې ٩ :
د پنجشير ولايت په رخه و لسوالۍ کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو روغتون نن په فعاليت پيل وکړ.
د پنجشيرولايت په نشه يي توکو د روږدو کسانو دروغتون رئيس ډاکـــتر حامد احمدي دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه روغتون شل بسترې او ١٩ کارکوونکي لري اوپه رسمي ډول ددغه روغتون له پرانستلو مخکې اتلس تنه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي .
د روږدو کسانو دروغتون رئيس د دغه ولايت له سيمه ييزو مقاماتو څخه وغوښتل چې د دغه روغتون دبريښنا ، اوبو او د نورو اړتياو دتامينولو په خاطر همکاري وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ