سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه وکړه

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا دویمه غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش د عدلي او قضایي سکتور د انکشافي اصلاحاتو مسوده، غونډې ته وړاندې کړه چې د ظرفیت لوړولو، زېربنا او نورې برخې په کې شاملې وې. 
وروسته قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د لوی څارنوالۍ مرستیال عنایت الله کمال په هغه اړه د خپلو اړوندو ادارو پلانونه تشریح کړل.
د قانون د حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا تصمیم ونیوه چې په عدلي او قضایي سکتور کې د اصلاحاتو طرحه دې بشپړه او په راتلوونکو غونډو کې د بحث لپاره وړاندې شي.
شورا پرېکړه وکړه چې لومړی دې خلاوې تشخیص او د هغو له ډکولو وروسته دې د عدلي او قضایي اصلاحاتو انکشافي پروژې په ښه ډول تطبیق شي او د عدلي او قضایي سکتور د ظرفیت لوړولو په موخه دې په ګډه همغږۍ کار وشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د قانون د حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا د تصمیم نیولو مرجع نه ده، بلکې دا یوازې سیاسي اراده تمثیلوي او د عدلي او قضایي ارګانونو خپلواکي ته په درناوي په اړوندو برخو کې عدلي او قضایي ارګانونو سره مرسته کوي.
محمد اشرف غني وویل، عدلي او قضایي ارګانونه په پوره خپلواکۍ خپل کار ته ادامه ورکوي. هغه لوی څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه، چې د فساد دوسیې په یو منظم زماني چوکاټ کې ترتیب او د څېړنو لپاره چمتو کړي.  
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، د اداري فساد پر ضد عدلي او قضایي مرکز دې د ملي یووالي حکومت له پیل څخه تر دې مهاله د فساد اړوند بېلابېلې دوسیې وڅېړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته