امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ١٤ :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي: پنځلس تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتوکې د ننګرهار، پروان، بغلان ، قندهار، غزني ، ميدان وردګو، خوست، پکتيا ، پکتيکا او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ددغوعملياتو په بهيرکې يو طالب ټپي او دولس تنه نور طالبان ونيول شول او ددښمن اته کلاشينکوفونه، څلور ميله ډول ډول وسلې،  پوځي وسايل اوتجهيزات  او يو موټر سايکل هم ترلاسه شوى دى.
ديوبل خبرله مخې: دپوليسو منسوبينو دتوغندى او هاوان لس ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د لوګر اولغمان د ولايتونو په مربوطاتوکې د تروريستي  او ورانکارو فعاليتونو په مقصدځاى پرځاى شوي و؛ کشف اوشنډکړل .
ديوبل خبرله مخې: پوليسو په کابل کې اته تنه دجنايي جرمونو په تورپه تيره بيا د وژنې اوغلا په توردڅلورمې امنيتي حوزې او د ده سبز ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ونيول  .
پيښې د ترڅيړنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته