-کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۵ مه
يو تن ډار اچوونکى د کابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتوکې د جهان پوهنتون د ودانۍ په يوه برخه کې د چاوديدونکو توکو د ځاى پرځاى کولوپه وخت کې ووژل شو.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن سهار شاوخوا لس نيمو بجوکې يو تن ډار اچوونکى چې غوښتل يې يوه اندازه چاوديدونکي توکي د کابل ښار د اتمې ناحيې په نوې کارتې د «جهان پوهنتون» په يوه تشناب کې ځاى پرځاى کړي، دغه چاوديدونکي وچاوديدل او ډاراچوونکى يې وواژه.
د دغه ډار اچوونکي هويت تر اوسه پورې معلوم نه دى او د موضوع د روښانه کېدو په باب د پوليسو تحقيقات پيل شوي دي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې: په دې پېښه کې درې تنه نور برسيرن ټپيان شوي دي.
پاىجذ
1 1 دقیقه لوستل