امنیت

دوسله والو طالبانو په ډلې پورې داړوند کسانو له شتون څخه دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ پاکول .

کابل باختر د وري شلمه  :
دکورنيو چارو وزارت  مقاماتو  په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانو له شتون څخه دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ دپاکولو خبر ورکړ. .
ددغو مقاماتو دڅرګندونو له مخې، دذوالفقار  په نامه دعملياتوپه بهير کې  چې دتروريستي ډلو له شتون څخه دسنګين  ولسوالۍ دپاکولو لپاره پيل شوي و  څه ناڅه شپږ سوه تنه طالبان وژل شوي دي.
دذوالفقار  عمليات څو مياشتې مخکې په سنګين ولسوالۍ او دهغې په شاوخوا کې دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت له زياتوالي وروسته پيل شوي و .
دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې دسنګين ولسوالۍ په بشپړه توګه دطالبانو په ګډون دتروريستي ډلو له شتون څخه پاکه شوې ده .
دصديقي دڅرګندونوله مخې،  ددغو عملياتو په بهير کې  څه ناڅه شپږ سوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهير کې  دپوځيانو دسردزيان شمير معلوم نه دى .
له بلې خوا  په هلمند ولايت کې دملي اردو يو قوماندان وايي چې په وژل شويو  کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې په لسګونو بهرني جګړه ماران هم شامل دي .
ده وويل: ددې لپاره چې په سنګين کې دطالبانو دنه شتون په  باب زيات ډاډمن شي يولړ نور ځانګړي عمليات به ترسره شي  .
ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې  په ځانګړو عملياتو کې به داشخاصو او دسيمودپلټنې او لټولو دپوستو جوړول شامل  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته