ټولنه

تبصره

کابل باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
دسلواغې دمياشتې شپږ ويشتمه ، له افغانستان څخه دسره پوځ  دځواکونو دوتلو کاليزه او دپخواني شوروي اتحاد له خوا ددغه هيواد داشغال  دپاتې رسولو له کاليزې  سره برابره ده او دغه ورځ زموږ دخلکو په سياسي ژوندانه کې دنوي فصل دپيل ورځ ده .
دباختراژانس مبصر ليکي ، دسلواغې دمياشتې  شپږ ويشتمه دافغانستان په کليزه کې دملي ژغورنې دورځې په نامه نومول شوې ده .
دغه ورځ  دافغانستان په معاصر تاريخ کې ځانګړى  ځاى لري . په همدې ورځ وه  چې  دمجاهدينو دفشار له امله  دسره پوځ وروستي عسکر دافغانستان له خاورې  څخه ووت او په دې ترتيب پخوانى شوروي اتحاد دې ته اړشو چې دافغانستان څوکلن اشغال پاى ته ورسوي .
  دغه اشغال دسره پوځ او دکريملين دوخت دمقاماتو په غوښتنه او سليقې  سره پاى ته ونه رسيد . بلکې دافغانستان دخلکو مجاهدت ، سرښندنه ،  مقاومت او فداکاري وه چې ددې سبب شول چې دسره پوځ يرغلګر  دخپل راتګ لاره بيا غوره کړي .
دسره پوځ له خوا دافغانستان داشغال دنهو کلونو او څومياشتو په بهير کې  په زرګونو تنه افغانان شهيدان شول او په سلګونو زره  تنه نور معلول او معيوب شول ، دهيواد اقتصادي بنسټ ويجاړ او هيواددمعاصرې ترقۍ  او ودې له قافلې  څخه بيرته پاتې شو  تر څو افغان مجاهدينو وکولاى شول چې دسره پوځ يرغلګر دې ته اړ باسي چې ددوى له هيواد څخه ووځي . هغه درد اوکړاو  چې د سره پوځ  له تيري  څخه دغه ملت ته ورسيدل دومره دردونکي  اوستر دي چې آثار اونښې نښانې يې لاتراوسه پورې  دغه  ملت کړوي ، او اوس  هم هر درد اوکړاو چې دغه هيواد او خلکو ته يې متوجه دى دسره پوځ دتيري  زيږنده دي ، ځکه نننۍ پيښې  دهغو پيښو زيږنده  دي  چې دپخواني شوروي اتحاد دواکمنانو له ناخردمندانه کړنو سره پيوندلري .
سره له دې چې افغانانو دسره پوځ دتيري  په وړاند ې  زيات تاوانونه او دسرزيانونه وزغمل ، هيواد يې ويجاړ شو  اقتصادي بنسټونه  يې دړې وړې  او څو نسلونه يې  دمعاصرې پرمختيا له تګلوري  څخه لرې پاتې شول  خو  په دې بريالي شول  چې خپل معنوي ارزښت او هويت وساتي .
دوى دسلواغې  په مياشت کې نه يواځې  خپل هيواد وژغوره  بلکې ديوې داسې کړغيړنې  ايديولوژۍ دله منځه تللو سبب شول چې نه يواځې دپخواني شوروي  اتحاد کې يې دمليونونو تنو انسانانو برخليک په خپل لاس کې نيولى و بلکې په نورو هيوادونوکې يې د زياترو انسانانو برخليک هم اغيزمن کړى و او په يوه خبره دا دافغانانو حق  غوښتوونکې مبارزه وه چې له نړۍ  څخه يې  دکمونيزم ټغر راټول کړ او هغه يې دبشريت دافسانې او تاريخ يوه برخه کړه .
  دوى دداسې نظام  بنسټ دړې  وړې  کړ چې لرغونتيايې څه دپاسه   اوياکلونو ته رسيده .
له بلې خوا دافغانانو ميړانه ، زړورتيا او مقاومت دمبارزې دهغو سازمانونو او جريانونولپاره په الګو او بيلکې بدل شول چې د استبداد ، استعمار او  دواکمنۍ غوښتنې په وړاندې يې مبارزه وکړه او يا مبارزه کوي .
دسلواغې  دمياشتې شپږ ويشتمه دغه ټکى په ډاګه  کوي چې افغانان هيڅکله له پرديو سره دسازښت  او جوړ جاړي سره نه لري .  اودناپاکو  مفکورو او دشيطاني دسيسو له ګرداب  څخه دځان دژغورنې  لپاره حاضر دي  مجادله وکړي قرباني ورکړي خو نه تسلميږي .
له بده مرغه  لاتراوسه پورې هم افغانستان په بهرنيو سياليو لوبو او سليقو کې ښکيل دى اوبيا هم له افغانستان څخه بهر ځينې  مشخص هيوادونه اوکړۍ هلې ځلې کوي خپلو هدفونوته درسيدو په مقصد افغانستان   دخپلو سياليو په ډګر بدل کړي .
ښه به  دا وي چې دوى خپله راتلوونکې دافغانستان په تير تاريخ کې وويني ، خپل تګلورى وټاکي اووروسته دې له اور سره لوبې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته