ورزش

دواليبال په لوبه کې دنښتې له امله يوتن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر  دغبرګولي دويمه :
په پروان ولايت کې دواليبال دلوبې په  بهير کې  دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ نښته کې يوتن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه دپروان ولايت  په مرکز پورې اړوند دسنجد درې  دسيمې په کاريزک  کلي کې رامنځته شوه .
دپروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي دباختراژانس خبريال ته وويل لومړى دڅو تنو ترمنځ ناندرې ووهل شوې او وروسته وسله واله جګړه ونښته .
  مموزي زياته کړه چې ددوو ډلو  ترمنځ له ناندرو وروسته دغير مسوولو  کسانو ترمنځ  جګړه ونښته چې له امله يې له يوه لورې څخه يوتن ووژل شو او له بل  لورې څخه دوه تنه ټپيان شول .
ده زياته کړه چې ددغې پيښې  يوټپي دکابل په يوه روغتون کې او بل يې دپروان په ولايتي روغتون کې دپوليسو تر څارنې لاندې  تر درملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته