امنیت

انکشافي خبر

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٠ :
د هېواد د عامې روغتيا وزارت خبرځايونه وايي چې د کابل د زنبق څلور لارې ته څېرمه د ننني ځانمرګي بريد له امله زموږ څه ناڅه اويا تنه هېوادوال شهيدان شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند محمد اسمعيل کاووسي باختر آژانس ته وويل چې  د کابل د زنبق څلور لارې په ساحه کې په ننني تروريستي بريدکې زموږ اته شپيته تنه هېوادوال شهيدان شوي چې د قربانيانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه راز ده تائيدکړه چې په دې پيښه کې درې سوه څلويښت تنه نور ټپيان شوي دي چې زياتره ټپيان له لومړنۍ درملنې وروسته بېرته رخصت شول.
ځانمرګى بريد د وزير محمداکبرخان په ساحه د روشان مخابراتي دفتر ته څېرمه  شوى دى او د پيښې قربانيان ټول ملکيان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته