سیاست

اجرایه رئیس: ټول افغانان باید د دښمن پر وړاندې یو موټی او یو لاس شي

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست نوي سرپرستان د دغو ادارو غړو ته ور وپېژندل
دافغانستان داسلامي جمهوريت د اجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې اړه په ملي دفاع وزارت کې جوړو شویو مراسمو ته د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست محمد معصوم ستانکزي د ملي یووالي د حکومت له مشرانو او افغان ملت مننه وکړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. ده وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه په غښتلو مټود هېواد او خلکو دفاع کوي؛ خو غوښتنه یې وکړه، چې د امنیتي ځواکونو ټپيانو او د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه ډېره شي.
د ستانکزي په وینا، افغانستان د پردیو استخباراتي شبکو او بهرنیو ترهګریزو ډلو د متضادو ګټو قرباني او جګړه پرې تپل شوې ده. ده همدارنګه هیله وښوده، چې د ملي امنیت په اداره کې به په پوره وړتیا او شهامت کار وکړي.
د ملي امنیت پخواني سرپرست مسعود اندرابي چمتووالی وښود، چې د دې ادارې له نوي سرپرست مشر سره به په پوره همغږۍ او صداقت کار وکړي.
د هېواد ستر درستیز قدم شاه شهیم وویل، چې دښمنانو ماته خوړلې او همدا اوس د جګړو په جبهو کې د افغان امنیتي ځواکونو لاس پر مخالفانو بر دی.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست نوماند ډګر جنرال عبدالله خان حبیبي د ملي یووالي حکومت له مشرتابه د مننې ترڅنګ وویل، چې سوله یې اصل دی؛ خو هر هغه څوک چې بېګناه هېوادوال وژني او تاوتریخوالی رامنځته کوي، د افغانستان دښمن دی او دوی به یې پر وړاندې مبارزه وکړي.
ده د ملي اردو د ښه منسجم کېدو، ښې همغږۍ او د دښمن پر وړاندې د پراخو عملیاتو ترسره کول خپل لومړیتوبونه وبلل.
د هېواد اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت له پخوانیو سرپرستانو د مننې ترڅنګ نویو هغو ته په خپلو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
هغه د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت لپاره نوي ټاکل شوي سرپرستان متخصص، مسلکي، په کار پوه او وړ کسان وبلل او هیله یې وکړه، چې وکولای شي دغه دواړه امنیتي ادارې ښه مدیریت او د دښمن پر وړاندې جدي ګامونه واخلي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، هغو کسانو ته یې غېږ خلاصه ده، چې سوله غواړي او له جګړې لاس اخلي؛ خو افغان ځواکونه به د هغو کسانو پر وړاندې اقدامات وکړي، چې د جګړې لاره خپلوي.
اجرایه رئیس زیاته کړه، چې د افغانستان دښمنان په خپلو هغوهدفونو کې چې د ولایتونو د سقوط هڅې یې کولې، پاتې راغلي دي. هغه ډاډ ورکړ، چې د هېواد امنیتي ځواکونه به د افغانستان دښمنان په هر ځای او هر لباس کې چې وي وځپي.
اجرایه رئیس له ټولو افغانانو او سیاستوالو وغوښتل چې د دښمن پر وړاندې یو موټی او یو لاس شي. هغه وویل: د ملي امنیت اداره باید د دښمن لپاره د وېرې نوم وي. خو عامو افغانانو ته باید د ارامتیا او خوښۍ احساس ورکړي. په بدل کې بیا سیاستوال او خلک هم باید له دې ادارو همدومره ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته