ټولنه

روزنيز سيمينار پاى ته ورسيد .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
دکورنيوچارو په وزارت کې دلسګونو لومړيتوبونو دستراتيژيکي هدفونو د تطبيق په باب څلور ورځنۍ  روزنيز سيمينار پاى ته ورسيد .
باختراژانس ته دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې،  په دې سمينيار کې دستراتيژيک مديريت په چوکاټ کې دازمايشي پلان دتطبيق په لاره کې چې ددوو ولايتونو بلخ اوسمنګانو دسرحدي زون او دعامه نظم استازو پکې  ګډون کړي و .
دغه روزنيز سيمينارچې دکورنيو چارووزارت دپاليسي او ستراتيژي دمعين پاسوال جمال عبدالناصر  له خوا ددغه معينيت په تالار کې پرانستل شوى و دملي پوليسو دستراتيژي  دهدفونودبيانولو او تطبيق ، داوپراتيفي او تکتيکي اړوندو قدمو دپلان جوړولو په لاره کې دستراتيژيکو پلانونوداستفادې او دهغو د  تکثير او تطبيق دبهير  دکنترول او څارنې په باب هراړخيزې  خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته