امنیت

دغور په پوځي عملياتو کې ٤٠ تنه ياغيان ووژل شول

کابل باختر د تلي  لسمه
په داسې حال کې چې په غور ولايت کې دافغان پوځيانو عمليات دوام لري سيمه ئيزو مقاماتو دطالبانودوسله والي ډلې دڅو تنو قوماندانانو په ګډون د ٤٠ تنو ياغيانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دغه عمليات له څلورو ورځو راپديخوا د دولينه ، پساوند  ، شهرک او دتيوري په ولسوالۍ کې د ياغيانو دپټنځايونو دپيداکولو په مقصد  دوام لري .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيدحسين  صفوي  باختر اژانس ته وويل: په دغو عملياتوکې تراوسه پورې  ٤٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي چې په هغو کې دطالبانو د ډلې اته تنه مشهور  قوماندانان هم شامل دي .
دصفوي  دڅرګندونو له مخې، په دغو عملياتوکې  ٢٠ تنه ياغيان ټپيان شوي دي .
ده تاييد کړه چې په دغو عملياتوکې دپوليسو  څلور تنه ځواکونه هم شهيدان شوي دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل: له دغو عملياتو سره دائتلاف  دځواکونو هوايي ملاتړ هم کيده .
ده زياته کړه چې طالبانو ته دسرزياتره زيانونه  دمخامخو  جګړو او دکمين  دنيولو له امله رسيدلي دي او دغه  راز هوايي  بمباريو هم ددولت دمخالفينو په مرکزونو او دهغو دراټوليدو په سيمو  ځپنده  ګوزارونه  کړي دي .
سيمه ئيز مقامات  وايي چې دغه  عمليات به تر هغه  وخته پورې دوام وکړي چې ددغه ولايت ټولې سيمې ددولت دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته