امنیت

دسرپل مقامات په ميرزا اولنګ دناتار ژورتيا له هغه څه څخه ستره ده چې بيان شوي دي .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
په سرپل ولايت کې امنيتي مقامات وايي دسرپل ولايت دصيادولسوالۍ په ميرزا اولنګ کلي کې دبشري   بحران ژورتيا له هغه څه څخه زياته ده چې په رسنيو کې منعکس شوي  دي . 
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله اماني باختراژانس ته وويل چې ميرزا اولنګ په کلي کې  په ښځو  ، ماشومانو او بوډاګانو  په ګډون په لسګونو تنه په بې رحمانه ډول شهيدان شوي دي
ده وويل دغه ادعا دهغو معلوماتو پربنسټ ده چې کشفي او امنيتي واحدنو بيان کړي دي .
ده زياته کړه چې تروريستانو دميرزا اولنګ اوسيدونکي دغرونو له څوکو څخه لاندې وغورځول ديوشمير کسانو سرونه يې غوڅ کړل او ديوشمير نورو بدنونه يې سوري سوري کړل
ده وويل څلور سوه کورنۍ  په دې بريالي شوې چې له دغه ځاى څخه وتښتي او په سرپل ښار کې ځاى پرځاى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته