اقتصاد

د اقتصاد عالي شورا: د جبل السراج د سمنټو فابریکې د جوړولو قرارداد دې بیا اعلان شي

کابل باختر دغويي دمياشتې ٦نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ  د اقتصاد عالي شورا غونډې نن له غرمې مخکې له مستهلکیو څخه د ملاتړ          د ملي پالیسۍ پر تطبیقي پلان، د لبنیاتو د پروسس فابریکې دجوړېدو پرطرحې او د جبل‌السراج د سمنټو فابریکې د جوړیدو د داوطلبۍ پر پروسې بحث وکړ.
دجمهوررئيس دويانددفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ ، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دصنایعو اوخصوصي سکتور معین فیروزخان مسجدي له مستهلکینوڅخه دملاتړد ملي پالیسۍ تطبیقي پلان وړاندې کړ.
هغه وویل، له مستهلکینو څخه د ملاتړ د ملي پالیسۍ د دغه تطبیقي پلان موخه د حقوقو، مسوولیتونو او مکلفیتونو په اړه د مستهلکینو او متشبثینو پوهاوی او د مستهلکینو د ملاتړ اړوند موضوعات، مستهلکینو په ملاتړ د مدني ټولنې دخیلول، د ناخوندي او غیرمعیاري توکو مخنیوی، د مستهلکینو شکایتونو ته د رسیدګۍ له لارې په  سوداګریزو معاملاتو کې د مستهلکینو په ملاتړ د تقلبي، ګمراه کوونکو سوداګریزو اعلانونو مخنیوی دی.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته له مستهلکینود ملاتړ د ملي پالیسۍ تطبیقي پلان تصویب کړ.
جمهوررئیس وویل، د دغه پلان په خاطر د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو تعقیبي میکانیزم ته اړتیا لري او هرې ادارې ته  باید یو روښانه ضرب الاجل وټاکل شي چې پر ټاکلي وخت خپلې پالیسۍ تطبیق کړي.
وروسته د لبنیاتو د پروسس فابریکې د جوړولو طرحه د کرنې، اوبولګونې    او مالدارۍ وزارت یو تن مسوول غونډې ته  وړاندې کړه.
هغه د لبنیاتودصنعت د پراختیایي پروژې، د لبنیاتو فابریکې د تاسیس، د شیدو فابریکې د پروسس لپاره د ځمکې برابرولو، د فابریکې د ادارې او مدیریت او موډل په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
غونډه کې خصوصي سکتور ته د یادې فابریکې د مدیریت پر سپارلو ټینګار وشو، جمهوررئیس غني د یادې فابریکې له تاسیس سره د موافقې څرګندولو ترڅنګ وویل، د ځمکې اداره دې یادې فابریکې لپاره د ځمکې د برابرولو په برخه کې له کرنې وزارت سره همکاري وکړي اود فابریکې لپاره دې مناسب ځای وټاکل شي.
هغه وویل، له هغو ولایتونو چې شیدې واردېږي او واټن یې لږ وي، د کرنې وزارت باید تخنیکي پوښتنو ته چې په دې برخه کې شته د قناعت وړ ځواب ووايي.
جمهوررئیس زیاته کړه: هغه حکومتي بنسټونه چې لبنیاتو ته اړتیا لري، خپل د اړتیا وړ لبنیات دې له یادې فابریکې واخلي.
د غونډې په پای کې د جبل السراج د سمنټو فابریکې د جوړولو د داواطلبی پروسه        د کانونو او پترولیم وزارت د یو تن مسوول له خوا غونډې ته وړاندې شوه.
هغه وویل، د یادې فابریکې دجوړولو د داوطلبۍ پروسه د افغانستان لوژستیک د لیګوخدمتونو کنسرسیوم ته ورکړل شوې وه چې د قرارداد د بیا کتنې وروسته د کانونو او پترولیم وزارت پکې ځینې ستونزې په نښه کړې؛ نو ځکه وړاندیز کېږي چې  د داوطلبۍ دغه پروسه دې فسخه شي.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته دغه قرارداد فسخه کړ او جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د کانونو او پترولیم وزارت له وړاندیز سره سم دې دغه قرارداد بیا ځلي د داوطلبۍ اعلان ته وسپارل شي.
پاۍ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته