واشنګتن دروسيې غږ باختر د لړم دمياشتې لسمه :
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري په راتلونکې اوونۍ کې سعودي عربستان ، اسرائيلو ، اردن ، متحده عربي اماراتو، الجزاير او مراکش ته سفر کوي .
دامريکا دبهرنيو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر پرون اعلام وکړ چې دغه به دلړم دمياشتې له دولسمې څخه تر شلمې نيټې پورې دوام وکړي .
جان کري به له عبدالله بن عبدالعزيز سره په کتنه کې د دوه اړخيزو او سيمه ييزو مسلو په باب به خبرې وکړي .
دغه راز جان کري به داسرائيلي او دفلسطين له مقاماتو سره وګوري .
برسيره پردې کري غواړي چې د اردن له مشرانو سره په مشورتي غونډه کې دايران داټومي مسلې او د دوه اړخيزو اوسيمه ييزومسلو په باب خبرې وکړي او په ابوظبي کې به هم ورته کتنه وکړي .
1 1 دقیقه لوستل