سیاست

محمد يونس قانوني د امريکا د سفير له مرستيال سره وکتل

کابل – باختر دثور دمياشتې ٣
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني د امريکا د متحده ايالاتو د سفير له مرستيال مک کنلي سره د خپل کارپه دفترکې وکتل او د افغانستان او د سيمې د حالاتو په باب يې ورسره خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ: دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته ترسره شوه؛ په برياليتوب سره د افغانستان د انتخاباتو ترسره کيدل زموږ خلکو ته يو ستر برياليتوب وباله او ويې ويل: هيله لرو چې د انتخاباتو نتيجې ډير ژر اعلام شي او د خلکو انتظار پاى ته ورسوي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل چې د افغانستان خلک هيله لري چې په افغانستان کې راتلوونکى حکومت په هغه لورګام واخلي چې وکولاى شي د تيرو دولسوکلونو برياليتوبونه وساتي او دوامدارې سولې او ثبات ته د رسيدو په خاطر زموږ د هيواد لاره تعقيب کړي .
د امريکا د متحده ايالاتو د سفير مرستيال مک کنلي هم په دې کتنه کې د افغانستان انتخابات ارزښتناک وبلل او ويې ويل چې د افغانستان خلک په دغه بهيرکې د خپل راتلوونکى مشر د ټاکنې په لاره کې خپل زغم، پيوستون او يو والى نندارې ته وړاندې کړ.
ده زياته کړه: اوس نړۍ باوري شوې ده چې افغانستان دموکراسي ته د رسيدو لپاره په ښه تګلورى کې روان دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته