سیاست

داسيا دزړه دهيوادونوکنفرانس پاى ته ورسيد .

کابل باختر د غبرګولي  پنځه ويشتمه

 داسيا دزړه دهيوادونوکنفرانس نن مازيګر په کابل کې خپل کار په برياليتوب سره  پاى ته ورساوه .

 دغه کنفرانس  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  په وينا سره  پيل شوى و ، دبهرنيو چارو وزيرانو او د دولسو سيمه ئيزو او نړيوالو  سازمانونو جګپوړو سياسي استازو ګډون کړي و .

  دباختر اژانس دخبريال   دخبر له مخې ،  په دې کنفرانس کې جمهور رييس دنړيوالې ټولنې  په تيره بيا له افغانستان سره دسيمي دهيوادونو دملاتړ او همکاريو له امله  دقدردانۍ  په ترڅ کې  له نړيوالو ځواکونو څخه  افغان ځواکونو ته  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې  بهيرته  اشاره وکړه  او وي ويل چې افغانستان له لسوکلونو وروسته  په پاى کې  دليږدونې ستر بهير پيل کړي دي .

  ده زياته کړه  موږ باور لرو چې دليږدونې بهير په  ٢٠١٣ کال کې پاى ته رسيږي او دامنيت ،روغتيا او دافغانستان دخلکو دسوکالۍ او دافغانستان  خلکو ته په حکومتوالي پوري  نور اړونده موارد دافغانستان  داسلامي جمهوريت له خوا  رهبري کيږي .

 دهيواد جمهور رييس دغه راز په دې وينا کې وويل  چې  په  ٢٠١٤ کال کي به  نړيوال ځواکونه  په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي  .

 دهيواد جمهور رييس دبدلون په لسيزه کې  دامنيت دتامينولو او دامنيتي ځواکونودسمبالولو په لاره کې  او په نورو برخوکې  له افغانستان سره دسيمې دهيوادونواو دنړيوالې ټولنې  دملاتړ اوژمنې  يادونه وکړه او قدردانۍ يي وکړه

  حامدکرزي زياته کړه  چې د نړيوالو قدرتونو او دګاونديانو له خوا ملاتړ افغانستان ته  ډير مهم دي  او افغانستان  ستاسو د شتون او مرستو هرکلي کوي  او هيله لرو چې وکولي شو  دافغانستان او دسيمې ثبات او سوکالۍ ته ورسيږو  او دغه هدف ته درسيدو لپاره  به  له تاسو سره همکار واوسو .

 جمهور رييس وويل  اوس افغانستان هغه  ملاتړ او ژمنې  چې له نړيوالې ټولنې څخه يي هيله درلوده  ترلاسه کړي ده او هيله  ده  وکولي شو په افغانستان کې  دحکومتوالي د ښه والۍ لپاره  اقدامات  او تدبيرونه  ترلاس لاندې ونيسو .

 ده زياته کړه  په نږدي راتلونکي کې غواړم  چې دافغانستان دملي شورا  له غړو سره  يوه غونډه  جوړه کړم  چې وکولي شو دښي حکومتوالي او دانتخاباتو  دترسره کولو لپاره  د مساعدو شرايطو دبرابرولو اوپه افغانستان پورې دنورو اړوندو مسئلو  لپاره  دلازمو اړتياو اوتدبيرونو په باب خبري او سلامشوري  وکړو .

  وروسته دملګروملتو دسازمان سرمنشي  بانکي مون  دويديو کنفرانس له لارې  برخه والو ته  په خطاب کې وويل  چې افغانستان بايد له خپلوګاونډيو هيوادونو سره  په ګډه  دنا امني  تاوتريخوالي ، بنسټ پالنې او دنشه يي توکو د توليد او قاچاقو دمخنيوي لپاره  مبارزه وکړي .

که چيري ددغو ستونزو  په وړاندې  جدي مبارزه ونه شي  دهري ورځې په تيريدو سره به  پراختيا ومومي .

  دملګروملتودسازمان  سرمنشي وايي  چې ملګري ملتونه  او نړيواله ټولنه  له يو شمير  هيوادونو سره  دافغانستان  ددوه اړخيزو موافقه ليکونو دلاسليک  ملاتړ کوي .

  بانکي مون  دغه راز دغه کنفرانس ته  په خپل پيغام کې  زياته کړه  چې په افغانستان کې  دپوهنې  په برخه کې  او په سياسي ډګر کې  دښځو درول په لاره کې  زياتي هلې ځلي  وشي .

 ده تينګار وکړ  چې داسيا دزړه  هيوادونو دي بايد  هلې ځلې  وکړي  چې په خپلو هيوادونوکې دښځو او ماشومانو پرخلاف دتاوتريخوالي کچه  کمه کړي .

 په همدي حال کې دترکيې دبهرنيو چارو وزير احمد داود  اوغلو په دې ترڅ کې چې  له ګاونديو او دسيمې له هيوادونوسره په مشارکت کې  ددغه کنفرانس  رول حياتي وباله  له برخه والو هيوادونو څخه يي وغوښتل چې  دافغانستان دسولې او ثبات په لاره کې  همکاري وکړي .

  ده  يوځل بيا  په افغانستان کې په بيلابيلو برخوکې دهمکاريو  په دوام باندې ټينګار وکړ .

  دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي  لاوروف  دخبرو په ترڅ کې  په افغانستان کې دبيا جوړولو په بيلابيلو برخوکې دکنفرانس  دتياري  په باره کې  خبرې وکړې  اوزياته يي کړه موږ چمتو يوچې  دپرمختيا ، اقتصاد ، کرکيلي او په نورو  برخوکې  له افغانستان سره مرسته وکړو  او هيله لرو چې  له افغانستان او دهغه  له خلکو سره  دبشر دوستانه  مرستو  په توګه  دمليونونو ډالرو مرسته وکړو . ده زياته کړه چې بايد ټول هيوادونه  دافغانستان په وړاندې  دنړيوالې ټولنې  په ژمنو پابند واوسي  چې يو باثباته افغانستان ولرو .

  دايران دبهرنيو چارو وزير علي اکبر  صالحي  په خپلو خبروکې وويل  موږ باور لرو  چې  ګاونډي  او دسيمې هيوادونه  په افغانستان کې کليدي  رول  لوبوي . او ايران  دافغانستان د پراختيايي  او پرمختيايي  پروګرامونو ملاتړ کوي او تراوسه پورې يي دافغانستان په بيلابيلو پروژوکې  درې سوه مليونه ډالره لګولي دي .

  دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې  ميرمن حنا  رباني  کهر دخپلي وينا  په يوه برخه کې وويل  چې خوندي او باثباته افغانستان  داسيا دزړه  په لور اساسي  کلى ده .  او پاکستان غواړي  چې افغانستان يو پياوړي  او باثباته حکومت  ولري .  يعني  دافغانستان ثبات دپاکستان  ثبات دي .

   دغه راز  په دې کنفرانس کې  دترکيې ، ترکمنستان  ، قزاقستان  ، تاجکستان ، هند ، سعودي عربستان ، چين ، قرغزستان ، اذربايجان ، متحده عربي اماراتو ، دنمارک ، المان ،انګلستان او دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزيرانو او معينانو او جګپوړو سياسي استازو  او نورو برخه والو ويناوي وکړي  او هر يو تروريزم  افراطيت  نشه يي توکي   او سازمان موندلي  جنايتونه  په سيمه کې ګواښوونکي  چلنجونه  وبلل  او داسيا دزړه  دهيوادونو  له کنفرانس  سره يي  خپل ملاتړ  څرګند کړ .

  ددغه کنفرانس په پاى کې دبهرنيو چارو وزير  ډاکتر زلمي رسول  اودترکيې دبهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلوپه يوه ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې او ددغه کنفرانس  دنتيجو  په باب  يي وويل  چې داسيا  دزړه  دهيوادونودکنفرانس  برخه والو د باور دفضا دبرابرولو او ددغه کنفرانس  دپريکړو په تطبيق کې په خپلو  تصميمونو ژمنه وکړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته