مانيلا- جيونيوز – باختر دتلې دمياشتې ٢٧
په فلپين کې نن ديوې ځنځيره يي ترافيکې تکړ له امله نولس تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې: دغه پيښه چې دفلپين پايتخت دمانيلا جنوب ختيځ په يوسلو شل کيلومتري کې رامنځته شوه . درې بسونه او څلور لارې موټرونه له يوبل سره ټکر وکړ او يو بس او يوه لاري موټر چپه شوى دى .
تلويزيوني تصويرونه چې له سي، بي،ان او اى، بي،اس له خبري شبکو څخه خپاره شول دلسوتنو مړي چې څنګ په څنګ ايښودل شوى وو، ښودلي دي .
په هغې وينا کې چې دفلپين دپوليسو د ادارې له خوا خپره شوې ده ويل شوي دي چې دغه پيښه دهغه بس موټر چلوونکي دبى احتياطي له امله چې مانيلا ته روان و رامنځته شوي ده ، او زياتره ټپيان دبس دموټر سپرلۍ دي .
دبس موټر چلوونکي چې له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتې شوى دى نيول شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل