امنیت

پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو بريد شنډ شو

کابل / د وري ۱۳ مه / باختر
د کندز د امام صاحب پر ولسوالۍ تېره شپه د طالبانوبرید شنډ شو.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باخترآژانس ته وویل چې وسله والوطالبانو د کندز د امام صاحب ولسوالۍ کې د پوځیانو پر پوستې برید وکړ چې د پوځیانوله غبرګون سره مخامخ شول.
سرچينه زياتوي چې په برید کې د یوه ماین جوړونکي په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نورټپیان شول.
ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته