کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
دوه ديرش تنه ملي پوليس دکمپيوټر او ديتابيس په څانګو کې له يوې روزنيزې دورې وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې دوه مياشتنې کورس دکورنيو چارو وزارت دقوتونو دادارې دسمون دلوي رياست يو شميرافسرانوګډون کړى وو چې داروپا داتحاديې دپوليسوپه همکارۍ جوړ شوى و .
دکورنيو چارو وزارت اداري معين وويل : دغه روزنيز کورس دهيواد دکورنيو چارو وزير دلومړيتوبونوله مخې جوړ شوى و او دهدف يې دکورنيو چارو وزارت دمرکزونو په نوي سيستم سره دچارو معياري کول و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ