امنیت

وسله والو کسانو يوبل ديني عالم وواژه .

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

  يو ديني عالم پرون دوسله والو کسانو له خوا په فارياب ولايت کې ووژل شو .

 دالمار ولسوال باختر اژانس ته وويل :ددغې ولسوالۍ دتربت دکلي اوسيدونکي مولوي فيض محمد په داسې حال کې چې له يوبل تن سره له جومات څخه دکور په لور روان و دجلګردي  په کلي کې دناپيژندل شويو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو اوملګري يې ټپي شو .

 دالمار له ولسوالۍ څخه ديو بل خبر له مخې، تيره شپه  ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
 دالمارد ولسوال  دڅرګندونو له مخې،  عبدالسليم  له خپلې ميرمنې ، ناوي او دوو لوڼو سره په خپل کور کې ووژل شو .

 تراوسه پورې ددغو وژنو په اړوندڅوک نه دى نيول شوى او ويل کيږي عبدالسليم  په خپله سيمه کې کروندګرو ته د اوبو دحق وټاکنې  مسووليت  په غاړه درلود .

 تيره اوونۍ هم په غزني ولايت کې د دريو ديني علامانو کورونو ته  دطالبانو د ډلې له خوا اور  اچول شوى و  چې له امله يې څو ټوکه قران عظيم الشان او نور ديني کتابونه وسوځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته