ټولنه

په بلخ کې بيت الله شريف ته دتلوونکو دراټوليدو له مرکز څخه ګټه اخستنه .

کابل باختر دزمري  دولسمه :
دهيواد له شمال او شمال  ختيځو ولايتونوڅخه بيت الله شريف ته دتلوونکو دراټوليدو مرکز نن دحج او اوقافو وزير له خوا په مزارشريف ښار کې پرانستل شو .
دبلخ ولايت دحج او اوقافو رييس  مولوي غلام رباني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه مرکز دمزارشريف ښار دختيځ هوايي ډګر ته څيرمه په مارمل  کمپ کې دپنځلس جريبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى .
رباني زياته کړه چې دغه مرکز دشپې له خوا داستوګنې لپاره دوه شپيته خونې يو جومات، روغتيايي کلينيک دساتوونکو خونه دکنفرانس سالون او دښځو او نارينه و لپاره داوداسه  ځايونه لري .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه مرکز دحج او اوقافو وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه دڅه دپاسه يو مليون ډالرو په لګښت جوړ شوى دى او شپږ سوه تنه حاجيان پکې ځاييږي .
  دحج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني ددغه مرکز دپرانستلو په غونډه کې  وويل زموږ هدف بيت الله شريف ته دتلوونکو لپاره دلازمو اسانتياو برابرول دي او هڅه کوو چې دهيواد دنورو ولايتونو دحاجيانو ستونزې هم لرې کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته