خبرونهاقتصاد

پکتیکا؛ په ارګون کې د زامې کلي دولتي بڼ بیارغول کېږي

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت د ارګون ولسوالی اړوند د زامې کلي دولتي بڼ بیارغولو په پار یې هلې ځلې پیل کړي چې د دې ریاست یوه پلاوي د یاد بڼ د بیارغونې په پار له دې بڼ څخه لیدنه وکړه.

د ارګون ولسوالی د زامې دولتي بڼ د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د جرمنیانو له خوا په ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې یوه خونه او دوه حوضونه یې درلودل، چې د زینتي بوټو او ونو په درلودلو سره د سیمې د اوسېدونکو پاملرنې جلب کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته