فرهنګ

د بهرنيو خپرونو کمېسيون په ناسته کې د دولسو کتابونو په اړه خبرې وشوې

کابل/ د کب٢٠ مه/ باختر
د بهرنيو خپرونو د څېړنې کمېسيون ناسته نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېواى شرق په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په ناسته کې د ١٢ کتابونو په اړه چې په بېلابېلو محتواوو سره خپاره شوي دي؛ خبرې وشوې.
عبدالمنان شېواى شرق د خپرو شويو کتابونو په اړه د کمېسيون د غړو نظريې او دليلونه واورېدل او ويې ويل: موظف کمېسيون دنده لري چې د هېواد د نافذو قوانينو په تېره بيا د ټوليزو رسنيو د قانون له په پام کې نيولو سره، دغه کتابونه په هر اړخيز او دقيق ډول وڅېړي او خپل نظر څرګند کړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د کمېسيون د غړيو د نظريو له څرګندولو وروسته د دغو کتابونو د وېش او يا هم نه وېشلو په اړه لازم اقدامات ترسره کېږي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته