ورزش

دميوند اوسباوون لوبه برابره پاى ته ورسيده .

کابل باختر د ثور ديارلسمه :
دکابل دفوټبال دغوره ليک سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند .
دکابل دفوټبال  فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختراژانس ته وويل: په دې سيالۍ کې دميوند او سباوون ټيمونو لوبه په يو يو ګول سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ دديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په دوام يې نن دسولې او امرخيلو ټيمونه لوبه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته