کويټه باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه : دبلوچستان په ايالت کې نن دپاکستان دسرحدي مليشو په يوې ليږدونکي واسطې دبريد له امله څه ناڅه درې تنه مليشې ووژلې شوې . دپاکستان ددي ډان ورځپاڼې په ليکنه ، دغه بريد دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دکويټې _ سرياب په سړک کې وشو او ټپي مليشې دټپونو دژورتيا له امله ووژلې شوې . دژغورنې ټيمونو وروسته مړي دکويټې ملکي روغتون ته وليږدول . ختم_ ف _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ